د کندهار د ط.. البانو د امنيې قومندانۍ څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د تخته پل ولسوالۍ د تور کوتل په سيمه کي فلډر او فورنر موټر سره ټکر سوي، چي په فلډر کي ناست څلور کسان وژل سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي تر پېښي وروسته فورنر موټر د سيمي څخه تښتېدلی دئ.
بايد وويل سي چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.