د کندهار ولايت له پاره د ط..البانو د دولتي شرکتونو رئیس ظاهرشاه مختار د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي

د کندهار ولايت له پاره د ط..البانو د دولتي شرکتونو رئیس ظاهرشاه مختار د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چي په کندهار کي د عامه ترانسپورټ له پاره ۱۴ عرادي ملي بسونو په فعاليت پيل کړی.
د هغه په خبره چي ۱۲ ملي بسونه به د کندهار ښار له پاره يو به د دامان ولسوالۍ او يو به د سپين بولدک ولسوالۍ پر لين چلېږي.
هغه ويلي چي د يادو ملي بسونو د فعاليتونو د پيلو څخه ئې موخه خلګو ته د ترانسپورټي اسانتياوو برابرول او د ښاري ترانسپورټ پياوړي کول دي.