د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چي د دوشنبې په ورځ، د شیراز پر نړۍوال هوايي ډګر هوايي بریدونه سوي دي

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چي د دوشنبې په ورځ، د شیراز پر نړۍوال هوايي ډګر هوايي بریدونه سوي دي.
د راپورونو له مخي، دغه بریدونه د غرمې پر مهال ترسره سوي، خو تر اوسه د احتمالي تلفاتو او مالي زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره سوي.
تر دې برید څو ساعته وړاندي د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی و، چي د شېراز هوايي ډګر ټولي الوتني به د دوشنبې ورځي د ماښام تر اتو بجو پوري ځنډېدلي وي.

ايراني چارواکو تر اوسه د برید د عاملینو او د پېښي د بشپړو جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي.