د ایران سپاه ته نژدې څو رسنیو راپور ورکړی، چي د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۸مه د تهران عاشورا پوهنتون د اسرائیل په برید کي په نښه سوی دئ.
د راپورونو له مخي، یاد پوهنتون د ایران د سپاه پاسداران د هوايي ځواک له اړوندو مرکزونو څخه ګڼل کېږي. خو تر اوسه د برید د څرنګوالي، احتمالي تلفاتو او اوښتو زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره سوي.
ایراني چارواکو هم تر دې دمه د دغو راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دئ ښودلی.