د کندهار ولايت له پاره د ط..البانو والي م.لا شيرين د نړۍوال بانک د افغانستان د برخي له مسئول فاریس حداد-زیروس او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرني سازمان له استازي ریچارډ ترنچارډ سره په لیدنه کي غوښتنه کړې، چي په افغانستان او په ځانګړي ډول کندهار کي مهمي او بنسټیزي پروژې عملي کړي.
هغه د میرویس حوزوي روغتون د خدماتو د ښه کولو له پاره له دغه روغتیايي مرکز سره مالي او تخنیکي مرستي غوښتنه هم کړې.
همداراز په غونډه کي د دهلې بند د دېوالونو د لوړولو، د سړو خونو او چکډمونو د جوړولو، د تازه او وچو مېوو د پلور له پاره د بازار موندني او د دغه ولایت د بزګرانو سره د نشهيي توکو د بدیل کښت په برخه کي د همکارۍ غوښتني کړي.
دا په داسي حال کي ده چي د کندهار اوسېدونکي د ميرويس حوزوي روغتون د خدماتو څخه دوامداره شکايت کوي.