د کندهار يو شمېر اوسېدونکو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي دي، چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو وروسته د پاکستان او افغانستان ترمنځ ټولي لاري تړل سوي دي؛ خو بيا هم د کندهار په بازارنو کي د پاکستان تازه ميوې په ازاد ډول خرڅېږي.
د هغوی په خبره چي پاکستان هرکال د افغانستان د تازه ميوو د موسم پرمهال د افغانستان سره د بېلابېلو بهانو له امله دروازې تړلي، چي د افغانستان تازه ميوې په باغونو کي خرابي او يا هم په نيم قيمت په بازار کي خرڅېږي؛ خو د پاکستان تازه میوې بيا په ازاد ډول بېرته راځي او خرڅېږي.
کندهار ښاريان وايي، چي د پاکستان تازه ميوې پر قاچاقي لارو راځي او په کندهار کي خرڅېږي. هغوی د ط..البانو د ادارې څخه غوښتنه کوي، چي په کندهار کي د پاکستان هغه ميوې چي په قاچاقي ډول راوړل کېږي مخه دې ونيسي.
په ورته وخت کي ط..البانو هم ياده موضوع منلې ده او ويلي ئې دي چي د چهارشنبې په ورځ ئې ۱۵۰ کرېټه پاکستانۍ مالټې او ليبمو نيولي چي د پاکستان څخه د هلمند بهرامچې د لاري په قاچاقي ډول افغانستان ته راغلي وو او تر هلمند وروسته کندهار ته راوړل سوي وو.
د ط..البانو د کندهار اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسؤلين ويلي، چي دغه ۱۵۰ کرېټه پاکستانۍ مالټې او ليمبو ئې تر نيول کېدو وروسته کندهار ګمرک ته سپارلي دي او په خبره ئې چي نور چاته اجازه نه ورکو، چي په قاچاقي ډول پاکستانۍ ميوې کندهار ته راوړي.