د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي چي په دغه هيواد کي ئې دوه تنه افغانان او یو پاکستانی وګړی

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ ويلي چي په دغه هيواد کي ئې دوه تنه افغانان او یو پاکستانی وګړی د نشه‌یي موادو د قاچاق په تور اعدام کړی. د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، یاد کسان ئې د میتامفیتامین او هیرویینو د قاچاق په تور نیول سوي وو چي د محکمې د پرېکړي له له مخي اعدام سوي دي.
د دغو دوو افغانانو د هويت په اړه تراوسه پوري د سعودي عربستان حکومت څه نه دي ويلي.
د سعودي عربستان دولت دغه خبر پر داسي مهال ورکړی، چي د ډيسمبر لسمه نېټه (نن ورځ) په ټوله نړۍ کي د بشري حقونو د نړۍوالي ورځي په موخه لمانځل کېږي؛ د دغي ورځي د لمانځلو موخه دا ده ترڅو د بشريت پر ضد روان ظلم پای ته ورسېږي او انساني کرامت ته احترام وسي.