د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چي ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۴.۶۶ میلیونه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چي ډنمارک د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ۴.۶۶ میلیونه امریکايي ډالر مرسته ورکړې ده.
اوچا ويلي د ډنمارک دغه نوې مرسته به له مرستندویو مؤسسو سره مرسته وکړي؛ ترڅو ټولو زیانمنو کورنیو ته بیړنۍ او ژوند ژغورونکي مرستي ورسوي.
یاد بنسټ د افغانستان له خلګو سره د ډنمارک د دوامدار ملاتړ مننه کړې او ټینګار ئې کړی، چي دا ډول مالي مرستي کولای سي د بشري بحران په کمولو کي مهم رول ولوبوي.