د کندهار ښاريان شکایت کوي چي په دې وروستیو کي یو شمېر کسان

د کندهار ښاريان شکایت کوي چي په دې وروستیو کي یو شمېر کسان، چي زیاتره ئې پاکستانيان دي په موټرو کي ګرځي پر خلګو د یوناني دواوو او د کوتان د غوړو په نامه درمل خرڅوي.
ښاريان وايي، دا کسان بې له کومي طبي اجازي او پوهي، پر خلګو دغه توکي د درملو په نوم خرڅوي او خلګ خطاباسي.
خلګ وايي، دا درمل نه يوازي دا چي ګټه نه لري؛ بلکي د خلګو روغتيا ته جدي زيان رسوي.

کندهار ښاريان له عامي روغتيا رياست او امنيتي ادارو جدي غوښتنه کوي چي د دغو ناقانونه درملو پلورونکو مخه ونيسي، ځکه د خلګو ژوند او روغتيا ته په دغه توکو زيان رسوي.