د کندهار څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

د کندهار څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په دامان ولسوالۍ کي يو کس په داسي حال کي موندل سوی، چي نورکسانو سخت وهلی.
د سرچينې په وينا چي دغه کس د کوما په حالت کي د دامان ولسوالۍ په پوپلزو کلي کي موندل سوی دئ.
د‌ سرچينې په خبره چي د دغه کس هويت او دوستان تراوسه پوري معلوم نه دي.

په ورته وخت کي ط..البانو هم دغه پېښه څراغ تلوېزيون ته تائيد کړې او ويلي ئې دي، چي دغه کس اوس د منډيحصار په روغتون کي تر درملني لاندي دئ.