د کندهار څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي

د کندهار څخه ځايي سرچينو د يکشنبې په ورځ د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي د دغه ولايت په ميوند ولسوالۍ کي نامعلومو وسله والو يو نظامي ط..الب ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی ط..الب عبدالجامي نومېږي او د جمعې په ورځ ماښام مهال ويشتل سوی او وژل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ط..الب دنده په کابل کي وه او کندهار ته د فاميل د غړو د لېدو له پاره راغلی و.

د يادوني وړ ده چي تراوسه پوري ط.. البانو د دغه وژل سوي ط..الب په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.