د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کي د ط.. البانو له خوا د بندي درې جوړ سوی تازه بند د وروستيو بارانونو له امله سوری سوی دئ.
د هغوی په خبره چي د دغه بند کيفيت خراب و، ځکه د باران سره سم سوری سوی دئ.
د ځايي خلګو په وينا چي د سيمي اوسېدونکو هيله درلودل چي په دغه بند کي اوبه زېرمه کړي، د اوبو سطحه به لوړه او د ارغنداب ولسوالۍ د يادي سيمي اوسېدونکي به د زراعتي ځمکو د خړوبولو له پاره ورڅخه استفاده وکړي؛ خو دغه بند د ټيټ کفيت له امله ډېر ژر سوری سوی او د اوبو زېرمه کولو وړتیا نه لري.
هغوی د ط..البانو د ادارې څخه غوښتنه کوي، چي دغه بند دي بېرته د سره ورغوي.