په افغانستان کي ۱۴۰۵ ښوونيز کال د پنج شنبې په ورځ د کابل ولايت په بګرامي ولسوالۍ کي د زنګ په وهلو سره په رسمي ډول پيل سو.
په افغانستان کي دا ښوونیز کال هم په داسي حال کي پیلېږي، چي لا هم تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړل سوې.
دغه وضعیت د ګڼو افغان کورنیو او زدهکوونکو نجونو اندېښنې راپارولي دي.
یو شمېر افغان نجوني وايي، د زده کړو دوام د دوی بنسټیز حق دئ او له اوسنیو چارواکو غواړي، چي ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصي کړي.
هغوی وايي چي د هلکانو ترڅنګ دوی هم حق لري، چي زده کړي وکړي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي ۱۶۸۸ ورځي کېږي، چي د ط..البانو له خوا د شپږم ټولګي لوړ ښوونځي تړل سوي دي.