د کندهار ښار هغه اوسېدونکي چي د احمدشاهي جادې په پراخولو کي ئې کندهار ښاروالۍ کورونه نړولي شکایت کوي، چي کندهار ښاروالي ئې ستونزي نه اوري.
د هغوی په خبره چي شاوخوا پنځه میاشتي کېږي، چي د احمدشاهي جادې د سړک د نقشې د پراخېدو پر مهال ئې کورونه نړول سوي اوس کندهار ښاروالي اجازه نه ورکوي، چي خپل کورونه جوړ کړي.
د دوی په وينا چي د کورجوړېدو اجازه خو نه ورکوي؛ بلکي کندهار ښاروالۍ ئې هغه کچرې هم نه پاکوي، چي د نړېدو له امله په دغه سيمه کي پاته دي.
دوی زياتوي، چي د باران پر مهال ئې کورونو د اوبو ډک وي او د زياتو ستونزو سره مخ دي.
د هغوی په خبره چي يادي ستونزي ئې څوځله د کندهار ښاروالۍ سره شريکي کړي؛ خو ښاروالي هېڅ اقدام نه کوي.
هغوی د کندهار ښاروالۍ څخه غوښتنه کوي، چي د دغو خلګو ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي.