د کندهار ښار په اوومه ناحیه کي د ط..البانو په ټکانو کي یو ولسي وګړی وژل سوی دئ.
سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د يکشنبې په ورځ ط..البانو د پنجوايي دوراهي سره د ولسي خلګو پر موټر ټکان کړي او يو کس ئې ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي پېښه هغه مهال سوې، چي یو سړی له یوې ښځي سره په موټر کي د ط..البانو څخه تېر سوی و.
د سرچینې په وینا، ط..البان چي ملکي جامې ئې اغوستي وې، پر موټر ټکان کړې چي له امله ئې د موټر چلوونکی وژل سوی دئ.
د سرچينې په خبره چي د وژل سوي کس جسد اوس مهال په میرویس حوزوي روغتون کي دئ.