د هند په کلکته ښار کي د هندوانو د دورګا پوجا مذهبي مراسمو پر مهال د ګڼي ګوڼي له امله ۱۷ کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان سوي دي

د هند په کلکته ښار کي د هندوانو د دورګا پوجا مذهبي مراسمو پر مهال د ګڼي ګوڼي له امله ۱۷ کسان مړه او ۲۵ نور ټپیان سوي دي.
هندي رسنیو د پولیسو له قوله راپور ورکړی چي پېښه پرون ماښام شاوخوا اووه بجې، د باران د ورېدو پر مهال سوې ده.
د راپور له مخي، د یوه اعلان له خپرېدو وروسته ګډوډي رامنځته سوې او خلګ په ګڼه‌ګوڼه کي تر پښو لاندي سوي دي.