په فرانسه کي د ښوونځیو د خراب وضعیت او د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي پر ضد پراخ لاریونونه سوي، چي له امله ئې تر ۱۲۰۰ ډېر کسان نیول سوي دي.
د راپورونو له مخي، شاوخوا ۵۵۰ زره کسانو د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کي لاریونونه کړي دي.
پولیسو د لاریونوالو د کنټرول په موخه اوښکي بهوونکی ګاز او د اوبو شیندونکي موټر کارولي.
په راپورونو کي ويل سوي، چي په دغو لاريونونو کي ۱۵۰ پولیس هم ټپیان سوي دي.
راپورونه زیاتوي چي په پاریس، لیون او نورو ښارونو کي د لاریونونو پر مهال ځیني موټرونه، دولتي ودانۍ او سوداګریز ځایونه سوځول سوي او یو شمېر دوکانونه هم لوټ سوي دي.