د کندهار ښاريانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي غلاوي ورځ تر بلي زياتېږي

د کندهار ښاريانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي غلاوي ورځ تر بلي زياتېږي.
هغوی وايي چي د وسله والو غلو څخه نه په ورځ کي په امن يو او نه هم د شپې.
د کندهار ښار يو اوسېدونکي څراغ تلوېزيون ته دغه ويډيو لېږلې او ويلي ئې دي، چي د دوشنبې په ورځ په چوک مدد کي د پوليسو مرکز ته نژدې غلو دغه موټر سیکل غلا کړی.

هغوی د ط..البانو څخه د وسله والو غلو د کنټرول غوښتنه کوي.