د کندهارښاريانو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي د غلاو پېښي ورځ تر بلي زياتېږي. د هغوی په خبره چي په دغه ولايت کي وسله وال غله په رڼا ورځ د وسلې په زور له خلګو څخه نقليه وسايل، پيسې او نور توکي اخلي.
کندهار ښاريان وايي چي اوس ئې د وسله والو غلو له امله نه مال خوندي دئ او نه ئې هم ژوند خوندی دئ.
هغوی وايي چي څو ځله ئې خپل ږغ پورته کړی؛ ترڅو ط..البان د وسله والو غلو د مخنيوي له پاره اقدام وکړی خو مخنيوي ئې نه کېږي بلکي ورځ تر بلي ډېرېږي.
د کندهار ښاريانو په خبره په خپل کور کي هم خوندي احساس نه کوي؛ ځکه وسله وال غله د شپې د خلګو کورنو ته ورځي او توکي ئې په زور ورڅخه اخلي.
کندهاريان د ط..البان د ادارې څخه غوښتنه کوي، چي په دغه ولايت کي د وسله والو غلو مخنيوي وکړي او هغوی ته دي سزا ورکړي؛ ترڅو په دغه ولايت کي ئې مخه نيول سوې وي.
د يادوني وړ ده، چي په دې وروستيو کي په ټول افغانستان کي د وسله والو غلو د فعاليت د زياتوالي څخه ولسي خلګ شکايت کوي او د ط..البانو څخه ئې د کنټرول غوښتنه کوي.