د کنړ د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي دسې شنبې په ورځ د کنړ ولايت په نورګل ولسوالۍ کي د زړې هاوان د مرمۍ چاودني ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه چاودنه کي يو کوچنی وژل سوی او د ښځو او کوچنيانو په ګډون شپږ نور ټپيان سوي دي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي د تېرو جګړو څخه پاته سوي ماينونه او چاودېدونکي توکي ډېر وخت ولسي خلګو ته زيان رسوي.