د کنړ ولايت د ط.. البانو د کانونو او پټرولیم رياست څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کانونو څخه د ۲۳.۷ ميليونه افغانيو په ارزښت ئې قيمتي او نيمه قيمتي ډبري خرڅي کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ډبري ئې د ازادي داوطلبۍ له لاري پر کورنيو سوداګرو خرڅي کړي دي.
بايد وويل سي، چي په وروستیو کي ط..البانو د بېلابېلو ولایتونو له کانونو څخه د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو د ایستلو او پلورلو بهیر چټک کړی، چي دې کار د افغانستان د کانیزو سرچینو د لوټ کېدو په اړه د خلګو جدي اندېښنې راپارولي دي.