د کنړ په خاص کنړ ولسوالۍ کي وروستیو سېلابونو خلګو ته مالي زیانونه اړولي دي

د کنړ په خاص کنړ ولسوالۍ کي وروستیو سېلابونو خلګو ته مالي زیانونه اړولي دي.
د کنړ د ط..البانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخي، دغو سېلابونو د جمعې په ورځ د چمیاري کلي شاوخوا ۱۵۰ جریبه زراعتي ځمکه ویجاړه کړې ده.
د دغه ریاست د اطلاعاتو امر ضياءالرحمن سپین غر رسنيو ته ويلي چي په يادو سېلابونو کي شاوخوا ۳۰ کورونه هم ویجاړ یا زیانمن سوي دي.