د کنړ په چپې درې ولسوالۍ کي د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله درې کسان ټپیان سوي او ګڼو خلګو ته ئې مالي زیانونه اړولي دي.
د کنړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د معلوماتو له مخي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي سېلابونو ۹ عرادې موټران او ۷ موټرسایکلونه وړي دي.
د ياد رياست د معلوماتو له مخي چي دغو سېلابونو دغه راز ۱۷ دوکانونه او يو جومات هم زيانمن کړی دئ.
د یاد ریاست په وینا، سېلابونو د دېګل سیمي سړک هم ویجاړ کړی، چي له امله ئې دغه لاره د تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده.