د یمن حوثي وسلهوالو ادعا کړې، چي د بېپیلوټه الوتکي په وسیله ئې د سعودي عربستان د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د تېلو د لېږد نل لیکي د پمپ اووم مرکز ئې په نښه کړی دئ.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، دغه برید د جمعې په سهار ترسره سوی او په وینا ئې، خپل هدف ته رسېدلی دئ.
بلخوا، د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف خبر ورکړی، چي د دغه هیواد په ریاض او ختیځو سیمو کي ئې د حوثیانو درې بېپیلوټه الوتکې شنډي کړي دي.
خو سعودي چارواکو تر اوسه د تېلو پر نل لیکه د برید د ادعا په اړه غبرګون نه دئ ښودلی.
یاده نل لیکه د سعودي عربستان د ختیځو سیمو تېل د سره سمندرګي پر غاړه د ینبع بندر ته لېږدوي.
د هرمز تنګي د تګ راتګ د ستونزو له امله اوس د سعودي عربستان له پاره د تېلو د لېږد یوه مهمه بدیله لاره بلل کېږي.
د راپورونو له مخي، سعودي عربستان هره ورځ شاوخوا څلور میلیونه بېرله تېل له همدې لاري لېږدوي.
دا په داسي حال کي ده، چي د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو او یاده نل لیکه په وروستیو میاشتو کي څو ځله د بریدونو هدف ګرځېدلې ده.