راپورونه ښيي چي ایران د فبرورۍ له ۲۸مي د جګړې له پیل راهیسي شاوخوا ۱۱.۷ تر ۱۲ میلیونه بېرله خام تېل د هرمز تنګي د لاري

راپورونه ښيي چي ایران د فبرورۍ له ۲۸مي د جګړې له پیل راهیسي شاوخوا ۱۱.۷ تر ۱۲ میلیونه بېرله خام تېل د هرمز تنګي د لاري چین ته صادر کړي دي، حال دا چي په دې مهمه سمندري لاره کي د رواني جګړې له امله د بريدونو تهديد هم موجود و.
د راپورونو له مخي ځیني نفت وړونکي بېړۍ د پېژندني د مخنیوي له پاره خپل د تعقیب یا ټرېکینګ سیستمونه بند کړي وو، ترڅو د هغوی د تګ راتګ معلومات څرګند نه سي.