راپورونه ښيي چي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ایران پر ضد هغه هوايي بریدونه درولي چي ۱۳ شپې پرله‌پسې روان وو

راپورونه ښيي چي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ایران پر ضد هغه هوايي بریدونه درولي چي ۱۳ شپې پرله‌پسې روان وو. امریکايي چارواکي وایي، دا پرېکړه د پوځي سرچینو د کمېدو، د امریکايي ځواکونو د احتمالي تلفاتو او د ډیپلوماټیکو اندېښنو له امله سوې ده.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخي، د امریکا د هوايي دفاعي سیسټمونو د مهماتو کمښت، له خلیجي متحدانو سره د اړیکو د زیانمنېدو اندېښنه او د اقتصادي، انرژۍ او کډوالۍ بحرانونو د پراخېدو احتمال د دې پرېکړې مهم عوامل بلل سوي دي.
په همدې حال کي، په ملګرو ملتونو کي د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، د هوايي بریدونو درېدلو د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو له پاره یو فرصت رامنځته کړی دئ.

خو شنونکي باور لري چي دا وقفه ښايي لنډمهاله وي. د راپور له مخي، د روان کال له فبرورۍ راهیسي امریکا څو ځله پوځي عملیات د خبرو اترو له پاره ځنډولي، خو وروسته یې بیا بریدونه پيل کړي.
راپور زیاتوي چي امریکا لا هم د یوې تلپاتي حل‌لاري په موندلو کي له ګڼو ستونزو سره مخ ده.
امریکايي چارواکو هم د جګړې د پای له پاره کوم مشخص مهالوېش نه دئ وړاندي کړی.