له پاکستانه کنړ ولايت ته یو شمېر تازه راستانه سوي افغان کډوال وایي، له څو میاشتو تېرېدو سره سره لا هم مناسبه سرپناه نه لري او له ط..البانو غواړي چي د ځمکو د وېش بهیر ژر پیل او د استوګني په اړه خپلي کړي ژمني عملي کړي.
د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ راستانه سوي کډوال وایي، ط..البانو ورسره د ځمکو د وېش او د استوګني د اسانتیاو د برابرولو ژمنه کړې؛ خو تر اوسه په دې برخه کي هېڅ عملي اقدام نه دئ اخيستل سوی.
دوی زیاتوي، په ځینو نورو ولایتونو کي د ځمکو وېش پیل سوی، خو په دغه ولسوالۍ کي لا هم د دې بهیر د پلي کېدو څرک نه لیدل کېږي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي له ۲۰۲۳ کال راهیسي نژدې شپږ میلیونه افغان کډوال هیواد ته راستانه سوي او اټکل کېږي، چي د روان میلادي کال تر پایه به درې میلیونه نور هم افغانستان ته راستانه سي.