د تخار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي په دغه ولايت کي نامعلومو وسله والو يوپخوانی نظامي ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه وژل سوی پخوانی نظامي عبدالجبار نومېږي.
تر اوسه ط..البانو د يادي پېښي په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي په دې وروستيو کي د پخوانيو نظاميانو د وژني پېښي زياتي سوي دي.