رویټرز راپور ورکړی، چي د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير ډونالډ ټرمپ ته ويلي چي د هرمز تنګي محاصره د تهران او واشنګټن ترمنځ

رویټرز راپور ورکړی، چي د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير ډونالډ ټرمپ ته ويلي چي د هرمز تنګي محاصره د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولي د خبرو پر وړاندي خنډ ګرځېدلې ده.
د راپور له مخي، ټرمپ د پاکستاني چارواکي دغه نظر ته په ځواب کي ويلي چي دا مشوره به په پام کي ونيسي.
دا په داسي حال کي‌ ده، چي د ايران د بهرنيو چارو وزارت دريځ ته په کتو، د تهران استازو د خبرو دويم پړاو کي ګډون لا هم نامعلوم پاته دئ.

ايراني چارواکو پر امريکا د اوربند د پرله‌پسې ماتولو او د ژمنو نه پوره کولو تور لګولی او وايي چي پر واشنګټن باور نه لري.