رویټرز راپور ورکړی، چي پاکستان او کویټ د داسي دفاعي تړون پر سر بحث کوي

رویټرز راپور ورکړی، چي پاکستان او کویټ د داسي دفاعي تړون پر سر بحث کوي، چي د انرژۍ او پانګوني د همکاریو د پراختیا سره تړاو لري.
د راپور له مخې، دا مذاکرات لا هم په لومړني پړاو کي دي، خو د ایران او امریکا ترمنځ د روان کړکېچ له امله ئې پرمختګ کم رنګه ښکاري.
سرچینې وایي، پاکستان تېر کال له سعودي عربستان سره هم ورته دفاعي هوکړه کړې وه، چي له مخي ئې پر سعودي هر ډول برید د پاکستان پر امنیت برید بلل کېږي.