سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د افغانستان او ايران پر سرحد په ټکانو کي يو افغان وژل سوی او درې نور ټپيان دي

سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د افغانستان او ايران پر سرحد په ټکانو کي يو افغان وژل سوی او درې نور ټپيان دي، چي په ټپيانو کي دوې ښځي هم شاملي دي.
دغو افغانانو غوښتل چي ايران ته پر غيرقانوني لارو داخل سي، چي ياده پېښه رامنځته سوې.
تر اوسه پوري څرګنده نه ده، چي دغه ټکان چا کړي، چي ياده مرګ ژوبله ئې اړولې ده.

تر اوسه پوری ط..البانو هم د يادي پېښي په تړاو په رسمي ډول باندي څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په وروستیو ورځو کي د افغانستان او ایران پر پوله د افغان کډوالو د وژل کېدو ورته راپورونه خپاره سوي. په افغانستان کي د اقتصادي ستونزو او د ویزو محدودیتونو له امله لا هم ګڼ افغانان د غیرقانوني او خطرناکو لارو د مهاجرت هڅه کوي.