سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د هرات ولایت د کوهسان ولسوالۍ اړوند د ایران پولي ته نژدې، ایراني پوله ساتو پر هغو افغانانو ټکان کړي، چي غوښتل ئې ایران ته واوړي.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، په دې پېښه کي دوه کسان وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي دي.
سرچينه دغه راز زياتوي، چي د مرګ ژوبلي د زياتېدو احتمال نور هم سته او دغه ئې لومړني ارقام دي.
سرچینې وايي، چي ټپيان د هرات ولايتي روغتون ته انتقال سوي دي؛ خو د پولي بلي غاړي ته د پاته کسانو د وضعیت په اړه لا هم کره معلومات نه سته.
بايدوويل سي ایراني چارواکو تر اوسه د دې پېښي په اړه څه نه دي ویلي.