سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د مکې دفاعي تړون په چوکاټ کي د خپلو امنیتي او دفاعي همکاریو د پراخولو هوکړه کړې ده

سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د مکې دفاعي تړون په چوکاټ کي د خپلو امنیتي او دفاعي همکاریو د پراخولو هوکړه کړې ده.
درې واړو هیوادونو د استانبول په لومړۍ ګډه غونډه کي ژمنه کړې، چي ګډ دفاعي توان، پوځي صنعت او د دفاعي تجهیزاتو د تولید ظرفیتونه به پیاوړي کړي.
د هوکړې له مخي، په سعودي عربستان کي به د دغه تړون له پاره یوه ګډه دارالانشاء جوړېږي، چي پاکستان به ئې د لومړیو درو کلونو له پاره مشري کوي.

درې واړو هیوادونو ټینګار کړی، چي دغه تړون دفاعي بڼه لري او موخه ئې په سیمه کي د سولي، ثبات او ګډي دفاع پیاوړتیا ده.