سي اين اين راپور ورکړی، چي واشنګټن او تهران د یوې داسي هوکړي پر سر پټي خبري کړي دي

سي اين اين راپور ورکړی، چي واشنګټن او تهران د یوې داسي هوکړي پر سر پټي خبري کړي دي، چي د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراخي جګړې مخه نیولای سي.
د راپور له مخي، دغه خبري د منځني ختیځ د ترینګلي وضعیت د ارامولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراخو مذاکراتو د پیل له پاره ترسره سوي دي؛ خو د هوکړي د ترلاسه کېدو هیلي د امریکايي چارواکو د وروستیو څرګندونو له امله کمزوري سوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چي دواړه هیوادونه لا د پام وړ پرمختګ ته نه دي رسېدلي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چي له ایران سره د خبرو ترڅنګ پوځي انتخاب لا هم د امریکا پر مېز پروت دئ.

د امریکا او ایران ترمنځ د پټو خبرو راپور پر داسي مهال خپرېږي، چي ایراني چارواکي ادعا کوي، امریکايي ځواکونو د یکشنبې په شپه د قشم جزیرې پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *