ط..البان وايي چي د کندهار ولايت په ريګستان ولسوالۍ کي ئې ۲۲ موټر هغه درمل نيولي

ط..البان وايي چي د کندهار ولايت په ريګستان ولسوالۍ کي ئې ۲۲ موټر هغه درمل نيولي، چي پر قاچاقي لارو د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي وو.
د هغوی په خبره چي دغه درمل ئې د شنبې په ورځ د ځانګړو عملياتو پر مهال نيولي دي‌.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو د تړل کېدو له امله د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر له ستونزو سره مخ سوی او د رسمي لارو د بندېدو له امله دواړه لورو ته توکي په قاچاقي ډول ځي. سرچينې وايي چي د دغو توکو لېږد د دواړو هیوادونو د امنيتي ځواکونو په رضا تر سره کېږي.