ط..البانو په کابل ښار کي د رایان چلدرن په نوم یوه خصوصي یتیم‌خانه تړلې او ماشومان ئې دولتي یتیم‌خانو ته لېږدولي دي

ط..البانو په کابل ښار کي د رایان چلدرن په نوم یوه خصوصي یتیم‌خانه تړلې او ماشومان ئې دولتي یتیم‌خانو ته لېږدولي دي.
د دې یتیم‌خانې بنسټ‌ايښودونکی او د افغانستان مشهوره سندرغاړی شفیق مرید وایي چي ط..البان دوې ورځي مخکي یادي یتیم‌خانې ته ورغلي او فعاليت ئې ورځنډولی دئ.
هغه ویلي چي د ط..البانو مشر م.لا د هب.ت‌الله د ټولو خصوصي یتیم‌خانو د بندېدو امر کړی دئ.

د شفیق مرید په وینا، رایان چلدرن یتیم‌خانه د خلګو په همکارۍ جوړه سوې وه او بې‌سرپرستو ماشومانو ته ئې د زده‌کړو او روزني زمینه برابره کړې وه.
ځینې سرچینې وایي چي ط..البان غواړي یتیم‌خاني په مدرسو بدلي کړي او د کابل مرکزي یتیم‌خانه هم د مدرسې په توګه وکاروي.