فاکس نیوز د یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چي د امریکا هوايي ځواکونو د شپږو جنګي الوتکو په وسیله د ایران پر څلورو بېلابېلو ځایونو بریدونه ترسره کړي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي بریدونه د ایران د جنوبي سواحلو په ځینو برخو، د هرمز تنګي ته نژدې سیمو او د قشم په ستراتیژیکه ټاپو کي سوي دي.
د یادو چارواکو په وینا، قشم د هرمز تنګي ترڅنګ د ایران له مهمو پوځي او ستراتیژیکو سیمو څخه ګڼل کېږي او د نړۍوالو سمندري تګ راتګ له پاره ځانګړی اهمیت لري.
تر اوسه د امریکا حکومت د دغو عملیاتو د پایلو، د زیانونو کچي او یا هم د په نښه سوو ځایونو د نوعیت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
ايران هم د امريکا د دغه ادعا په اړه په رسمي ډول تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
دا ادعا په داسي وخت کي مطرح کېږي، چي په دې وروستیو کي د واشنګټن او تهران ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیا زیاته سوې او د هرمز تنګي د امنیت په اړه نړۍوالي اندېښنې هم پراخي سوي دي.