د ایران د سپاه پاسدارانو د مرکز څخه د شنبې په سهار په خپره سوې خبرپاڼه کي ادعا کړې

د ایران د سپاه پاسدارانو د مرکز څخه د شنبې په سهار په خپره سوې خبرپاڼه کي ادعا کړې، چي د امریکا د هوايي بریدونو په غبرګون کي ئې د سیمي دننه د امریکايي ځواکونو ځیني اډې په نښه کړي دي.
په خبرپاڼه کي راغلي چي امریکا د ایران پر جنوبي سواحلو هوايي بریدونه ترسره کړي.
سپاه وايي، د دغو بریدونو په جواب کي ئې د امریکا د پوځ پر استوګنځایونو او پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.

سپاه همداراز ادعا کړې، چي د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د پنځم بند له مخ، د هرمز تنګي د تګ راتګ د تنظیم مسؤلیت د ایران پر غاړه دئ، خو امریکا هڅه وکړه چي له دې ترتیباتو سرغړونه وکړي.
د خبرپاڼي په پای کي سپاه خبرداری ورکړی، چي که پر ایران بیا بریدونه تکرار سي، نو د دوی راتلونکی غبرګون به تر دې هم پراخ او سخت وي.