د امریکا د ولسمشر مرستيال جي‌ډي ونس ایران ته خبرداری ورکړی، چي که د وروستیو نښتو لړۍ دوام ومومي

د امریکا د ولسمشر مرستيال جي‌ډي ونس ایران ته خبرداری ورکړی، چي که د وروستیو نښتو لړۍ دوام ومومي، واشنګټن به هر ډول برید ته په متقابل ځواک جواب ووايي.
ونس ويلي، چي ایران د اوربند تړون منلی او امریکا هم خپلو ژمنو ته پابنده پاته سوې ده.
هغه زیاته کړه، که تهران د تړون د عملي کېدو په اړه کومه اندېښنه لري، باید د خبرو له لاري ئې حل کړي، نه د پوځي اقدام له لاري.

بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چي امریکايي جنګي الوتکو په هرمز تنګي کي پر یوې سوداګریزي بېړۍ د ایران د بې‌پیلوټه الوتکو له برید وروسته، د ایران د توغندیو او ډرونونو د زېرمو، د ساتني مرکزونو او ساحلي راداري تأسیساتو پر ضد هوايي عملیات ترسره کړي دي.
سنتکام دغه بریدونه د ایران د اقدام پر وړاندې قاطع جواب بللی دئ.