ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چي په افغانستان کي د اقتصادي ستونزو د افغان کډوالو د جبري ستنېدو، د بشري مرستو کمښت او نورو پرلهپسې بحرانونو له امله د انساني قاچاق ګواښ زیات سوی دئ.
د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشهیي توکو پر وړاندي د مبارزې دفتر (UNODC) او د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د یوې ګډي اعلامیې په خپرولو ویلي، ډېری راستنېدونکي کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او د بېوزلۍ له امله د استثمار او انساني قاچاق له خطر سره مخ کېږي.
اعلامیه زیاتوي، چي ښځي ماشومان، راستنېدونکي او بېوزله کورنۍ تر ټولو ډېر زیانمن دي او دواړو ادارو د انساني قاچاق د مخنیوي د قربانیانو د ملاتړ او د قاچاقبرو پر ضد د ګډو او عملي اقداماتو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دئ.