ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ په نشر سوي راپور کي ويلي، چي افغانستان د نړۍ په کچه دريم هيواد

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ په نشر سوي راپور کي ويلي، چي افغانستان د نړۍ په کچه دريم هيواد دئ، چي ډېری کسان په کښي د تېرو جګړو څخه د پاته سوو ماينونو قرباني کېږي.
دغه سازمان ويلي چي د تېرو جګړو څخه په ځمکه کي د پاته سوو ماينونو او ناچاودو توکو ډېر قربانيان په افغانستان کي ۸۰ سلنه ماشومان دي.
په راپور کي ويل سوي، چي ډېری ماشومان د لوبو پر مهال له ناچاوده توکو سره مخ کېږي، چي له امله ئې یا وژل کېږي او یا هم سخت ټپي کېږي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کي ويلي، چي په ټولنه کي عامه پوهاوی کولای سي د دغو ستونزو مخنيوی وکړي او ماشومان او ځوانان د دغه چاودېدونکو توکو څخه وژغوري.
ملګرو ملتونو د نړۍوالو مرستندويانو څخه غوښتي، چي د ماین پاکۍ په برخه کي د فعالو نادولتي بنسټونو سره مالي مرستي وکړي؛ ترڅو په افغانستان کي د دغو ناخوالو مخه ونيول سي.
‎ د هېلو ټرسټ بنسټ د راپور له مخي؛ یوازي تېر کال په افغانستان کي هره میاشت شاوخوا ۵۰ کسان د ماینونو او جګړه‌ییزو مهماتو د چاودنو له امله وژل سوي او یا هم ټپیان سوي دي.