نن (سېشنبه، د دلو ۱۴مه) د اندونیزیا د پلازمېنې جاکارتا ښار په «ولوډروم» لوبغالي کې د کوارټر فاینل پړاو په لړ کې د افغانستان او جاپان تر منځ لوبه ترسره سوه، چې د جاپان په ګټه د شپږ ـ صفر په پایله پای ته ورسېده.
جاپان په لومړۍ نیمایي کې یو ګول وواهه خو په دوهمه نیمایي کې لوبه لا نوره سخته سوه او پنځه نور ګولونه یې ووهل.
د افغانستان ټیم د اسیا ملتونو جام د ګروپي پړاو په سیالیو کې د سعودي عربستان او مالیزیا پر وړاندې بریاوې خپلې کړې وې او د ایران پر وړاندې یې ماتې خوړلې وه، چې د «ډي» ګروپ د دوهم ټیم په توګه یې د کوارټر فاینل پړاو ته لاره موندلې وه،چي اوس بلاخره د جاپان په مقابل کي د ماتي خوړلو وروسته د یادو سیالیو څخه حذف سو.