د ط..البانو د ستري محکمې څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په پکتيا ولايت کي ئې يو سړی او ښځه په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه کسان ئې د نامشروع اړيکو په تور ۲۵ـ۲۵ دورې وهلي او يو کال او شپږ مياشتي ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي يوه ورځ وړاندي هم ط..البانو په کابل او فارياب کي ۴۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي وو.