نن چهارشنبه، د ډيسمبر لسمه، د بشري حقونو نړۍواله ورځ ده. دا ورځ هر کال په ټوله نړۍ کي په دې موخه لمانځل کېږي؛ څو خلګو ته د انساني حقونو ارزښت، درناوی او ساتني یادونه وسي او د انساني کرامت او حقونو درناوی وسي.
دغه ورځ په افغانستان کي پر داسي مهال راځي چي دلته د خلګو بشري حقونه تر پښو لاندي سوي.
ط..البانو د همدې نړۍوالي ورځ پر مهال په ميدان وردګو ولايت کي دوه تنه د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي په دورو وهلي.
د ط.. البانو د ستري محکمې څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي چي دغه کسان ئې په عام محضر کي ۲۵ دوروې وهلي او د يو کال څخه تر پنځلسو مياشتو پوري ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
باید وويل سي چي دغه ورځ په افغانستان کي پر داسی مهال راځي، چي د ط.. البانو د بيا واکمنۍ سره سم بشري حقونه تر پښو لاندي سوي او هره ورځ خلګو ته په عام محضر کي بدني سزاوي ورکوي.
د بشر حقونو نړۍوال سازمانونه د ط..البانو څخه غواړي چي د بشر حقونو ته درناوی وکړي.