نړۍوال بانک وايي، د پاکستان د بهرنیو پورونو کچه په تېره یوه لسیزه کي په بې‌ساري ډول لوړه سوې او په ۲۰۲۵ کال کي ۱۳۵.۱

نړۍوال بانک وايي، د پاکستان د بهرنیو پورونو کچه په تېره یوه لسیزه کي په بې‌ساري ډول لوړه سوې او په ۲۰۲۵ کال کي ۱۳۵.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
د دغه بانک د ۲۰۲۶ کال د نړۍوالو پورونو د راپور له مخي، پاکستان په تېرو لسو کلونو کي د خپلو بهرنیو پورونو کچه ۶۶.۴ میلیارد ډالره زیاته کړې ده.
راپور ښيي چي د ټیټ او منځني عاید لرونکو هیوادونو د بهرنیو پورونو کچه هم د تېر کال په اوږدو کي ۵.۵ سلنه لوړه سوې او ټولټال ۹.۴ ټریلیون ډالرو ته رسېدلې ده.

نړۍوال بانک خبرداری ورکوي، چي د پورونو د زیاتوالي ترڅنګ د پور اخیستلو د لګښتونو لوړوالی هم د دغو هیوادونو اقتصادي فشارونه زیاتوي او د روغتیا، پوهني او نورو بنسټیزو برخو له پاره د پانګوني امکانات محدودوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *