نړۍوالو رسينو راپور ورکړی

نړۍوالو رسينو راپور ورکړی، د مالي څخه نايجريا ته پر لاره د دغه هيواد ۴۹ اتباع د صحارا په نوم په يوه دښته کي د لوږي او تندي څخه مړه سوي دي.
د راپورونو له مخي، دغو کسان غوښتل د لوی اختر له رارسېدو مخکي خپلو کورنیو ته ورسېږي، خو موټر ئې په ياده دښته کي خراب سوی، چي د لوږي او تندي څخه مړه سوي دي.
په راپور کي ويل سوي، چي په موټر کي ۵۱ کسان سپاره وو. له دې ډلي یوازي دوه تنه ژوندي پاته سوي، چي تر اوږده مزل وروسته ئې اوبو ته ځان رسولی وو.