د لبنان پوځ ویلي چي د دغه هيواد په جنوب کي د اسرائیلو د هوايي برید له امله د لبنان د پوځ څو سرتېري، د یوه افسر په ګډون وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي، برید هغه مهال ترسره سوی، چي د لبنان د پوځ یوه پوځي موټر د نبطیه ولایت اړوند د خردلي پر سړک روان و، چي اسرائیلي ځواکونو دغه موټر په نښه کړی او ويشتلی دئ.
د لبنان چارواکو دغه برید غندلی او ویلي ئې دي، چي د وژل سوو پوځیانو د شمېر او هويت په اړه نور جزئیات به وروسته خپاره کړي.