د پاکستان ډان ورځپاڼي په خپل وروستي راپور کي ويلي

د پاکستان ډان ورځپاڼي په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي د پاکستان او تاجکستان د کورنیو چارو وزيرانو په یوه ناسته کي د افغانستان له خاوري د احتمالي امنیتي ګواښونو او د نشه‌یي توکو د قاچاق د پراخېدو په اړه خپلي اندېښنې شریکي کړي دي.
د يادي ورځپاڼي د راپور په حواله د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د تاجکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیم‌زاده د شانګهای د همکارۍ سازمان د غونډي په جریان کي سره کتلي او دواړو لورو په دې لیدنه کي د سیمي پر امنیتي ننګونو او د ګډو همکاریو پر اړتیا خبري کړي دي.
ډان ورځپاڼه وايي په دې ناسته کي د افغانستان دننه د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو موضوع هم مطرح سوې او دواړو وزیرانو دا وضعیت د سیمي د ثبات له پاره یوه جدي ننګونه بللې ده. همدارنګه، هغوی د مخدره موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي له پاره د همغږۍ پر پیاوړتیا خبري کړي دي.

بايد وويل سي، چي پاکستاني چارواکي له اوږدې مودې راهیسي ادعا کوي، چي په افغانستان کي د ط..البانو د واکمنۍ سره سم په پاکستان کي د امنیتي پېښو شمېر زیات سوی دئ. اسلام‌اباد همداراز ط..البان تورنوي چي د پاکستاني ط..البانو تحریک (ټي ټي پي) ته د فعالیت زمینه برابروي. په ورته وخت کي کي افغان ط..البان د پاکستان دغه ادعاوي بې اساسه بولي.