هانا د بشري حقونو سازمان وايي، د ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو د روان بهیر له امله د ښځو او ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دئ او له دوی سره د احتمالي ناوړه چلند په اړه خبرداری ورکوي.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کي ویلي، د افغان اتباعو د نیولو او بېرته ستنولو پراخ اقدامات ښايي ماشومان له خپلو کورنیو بېل کړي او د زدهکړو له دوام څخه ئې پاته کړي.
د راپور له مخي، د اسنادو نشتوالی هم کولای سي د ماشومانو د هویت اړوند ستونزي زیاتي کړي.
هانا ټینګار کړی چي د افغان ښځو او نجونو د بېرته ستنولو پر مهال باید د هري قضیې ځانګړي شرایط په پام کي ونیول سي.
د دغه سازمان په وینا، که د ستنولو مخکي د هغوی د خوندیتوب وضعیت په جلا توګه ونه ارزول سي، ممکن د هغوی اساسي حقونه له جدي ګواښ سره مخ سي.
هاناد بشري حقونو سازمان له اړوندو لورو غوښتي چي د افغان ښځو او ماشومانو د خوندیتوب او بشري حقونو په اړه لازم تدابیر ونیسي.