هیلو ټرسټ په خپل تازه راپور کي ویلي، چي افغانستان په ۲۰۲۵ کال کي د هغو نهو هیوادونو په ډله کي و، چي د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو له امله د مرګ ژوبلي ډېري قضيې په کښي ثبت سوي وې.
د دغه سازمان په وینا، د پېښو ۸۷ سلنه قربانیان ملکي وګړي وو.
ياد سازمان وايي، د بوديجې کمښت په افغانستان کي د ماینپاکۍ چاري له ستونزو سره مخ کړي دي.
هیلو ټرسټ خبرداری ورکړی چي که د ماینپاکۍ له پاره کافي مالي سرچینې برابري نه سي، د چاودېدونکو توکو له امله د نورو خلګو د وژل کېدو او ټپي کېدو خطر به هم زیات سي.
دغه سازمان د نړۍوالو غوښتي ترڅو په ياده برخه کي مرسته وکړي.